ننګرهار: له سکتوري ادارو څخه نږدې ۲۴۷ ميليونه افغانۍ عوايد راټول شوي

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۴) نن د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند د ولايت مستوفي مولوي محمد فاروق انصاري او د غير مالياتي عايداتي ادارو مسئولينو سره د عوايدو په شفاف ډول راټولولو په موخه ناسته وکړه. د يادې ناستې پر مهال د ولايت مستوفي مولوي محمد فاروق انصاري وويل، چې ۱۶ عايداتي ادارو […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۴) نن د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند د ولايت مستوفي مولوي محمد فاروق انصاري او د غير مالياتي عايداتي ادارو مسئولينو سره د عوايدو په شفاف ډول راټولولو په موخه ناسته وکړه.
د يادې ناستې پر مهال د ولايت مستوفي مولوي محمد فاروق انصاري وويل، چې ۱۶ عايداتي ادارو ته د ورکړل شوي ټارګيټ له مخې له حمل مياشتې څخه تر قوس ۳۰ مې نېټې پورې ۲۴۶ میليونه ۵۹۳ زره او ۶۶۲ افغانۍ راټولې شوي دي.
نوموړي وويل، چې د ورکړل شوي ټارګيټ له مخې ۶۹ سلنه کموالی ښيي او تمه يې وښوده چې ورکړل شوی هدف به په پاتې ربع کې ترلاسه شي.

د ناستې پرمهال د محکمې، اطلاعاتو فرهنګ، پوهنتون، پوهنې، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد، امنې قوماندانۍ، ترافيکو، کرنې، ترانسپورت، کار ټولنيزو چارو، پوهنې، عدليې، ښار جوړونې، سټنډرډ ملي، احصايې، املاکو، ټولګټو چارو او يو شمېر نورو ادارو مسئولينو د خپلو عوايدو په اړه معلومات وړاندې کړل.