ننګرهار: شاوخوا ۵۶۴۰ جریبه دولتي ځمکه تثبیت شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۴) په ننګرهار ولایت کې د دولتي، سلطانې، مرعي او و قفي ځمکو د غصب څخه د بیرته راګرځولو تخنیکي هیت  غړو د کرنې رئیس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ د سرخرود ولسوالۍ اړوند د سلطانپور سفلی سیمې جنوب ارخ ته  د سید اسحاق ګیلاني په تش نوم جوړ شوي ښارګوټي کې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۴) په ننګرهار ولایت کې د دولتي، سلطانې، مرعي او و قفي ځمکو د غصب څخه د بیرته راګرځولو تخنیکي هیت  غړو د کرنې رئیس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ د سرخرود ولسوالۍ اړوند د سلطانپور سفلی سیمې جنوب ارخ ته  د سید اسحاق ګیلاني په تش نوم جوړ شوي ښارګوټي کې چې هیڅ قیسم قانوني اسناد یې نه درلودل ۵۶۴۰ جریبه اماراتي ځمکه تثبیت کړه.
چې په یاده سیمه کې یو اندازه ساختماني چارې هم ترسره شوې وې او کورونه پرې جوړ شوي وو.
د کمپاین پر مهال د تخنیکي هیت لخوا په ذکر شوي سیمه کې یو شمیر جوړ شوي ودانۍ هم ونړول شوې او د کورونو د تخلیې په موخه په جوړو شوو ودانیو  کې اوسیدونکو ته خبرداری  ورکول شو تر څو کورونه خالي کړي.