ننګرهار: شاوخوا ۲۰ کيلومتره سړک جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۲) د ننګرهار ولايت کليو پراختيا او بيا رغونې رياست په چوکاټ کې د WFP په مالي لګښت او د FGA په تخنيکي همکارۍ پچير اګام ولسوالۍ کې ۲۰ کيلومتره سړک په خام ډول جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. دا سړک له ناصرو سيمې څخه تر ګلدرې پورې د شپږ مياشتو […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۲) د ننګرهار ولايت کليو پراختيا او بيا رغونې رياست په چوکاټ کې د WFP په مالي لګښت او د FGA په تخنيکي همکارۍ پچير اګام ولسوالۍ کې ۲۰ کيلومتره سړک په خام ډول جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دا سړک له ناصرو سيمې څخه تر ګلدرې پورې د شپږ مياشتو په موده کې جوړ شو، چې زرګونه کورنۍ به د تګ راتګ په موخه ترې ګټه پورته کړي.
په دې پروژه کې ۲۶۵ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې وه، چې WFP له لوري د کار په بدل کې خواړه ورکول کېدل.