ننګرهار: سلګونو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲)د ننګرهار ولایت کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست په هڅو او د (BPRM) ۵،۵میلیونه  افغانیو مالي همکارۍ او NRC مؤسسې په تخنیکي ملاتړ د خوګیاڼو ولسوالۍ په سپین راغه کې (۱۷۵۶۳) کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې. د یادې شبکې پرانستې په مراسمو کې د ننګرهار ولایت کلیو بیارغونې او پراختیا […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲)د ننګرهار ولایت کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست په هڅو او د (BPRM) ۵،۵میلیونه  افغانیو مالي همکارۍ او NRC مؤسسې په تخنیکي ملاتړ د خوګیاڼو ولسوالۍ په سپین راغه کې (۱۷۵۶۳) کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.
د یادې شبکې پرانستې په مراسمو کې د ننګرهار ولایت کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس مولوي قسمت الله مبارز وویل چې ددې شبکې په جوړیدو سره د سیمې (۱۷۵۶۳) اوسیدونکو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې چې پخوا یې پاکو اوبو ته لاس رسی ستونزمن وو. مبارز وایي د اوبو دغه شبکه  د ۴۰ متر مکعب ظرفیت ذخیرې په درلودلو سره د ۴ کیلومترو  په اوږدولي  ۵ میاشتو په موده کې جوړه او دځایي خلکو ،خوګياڼو ولسوال ،سپین ګیرو او ځوانانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه دیادونې وړ ده چې د شبکې جوړیدو مخکې به اړوندو اوسیدونکو  د څښلو اوبه د ډڼډونو او ویالو څخه برابرولې.