ننګرهار: د ۷ ميليونه افغانيو په لګښت ۹ کيلومتره کانال ورغول شو

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۸) د ننګرهار ولايت کرنې رياست په هڅو د UNDP ادارې په اووه ميليونه افغانيو مالي لګښت او د اسلاميک ريليف مؤسسې په تخنيکي همکارۍ د بټي کوټ ولسوالۍ د سی پای دامان ۹ کيلومتره کانال پاک او ورغول شو. د کرنې رئيس مولوي عبدالستار محمد د ياد کانال د ګټې اخيستنې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۸) د ننګرهار ولايت کرنې رياست په هڅو د UNDP ادارې په اووه ميليونه افغانيو مالي لګښت او د اسلاميک ريليف مؤسسې په تخنيکي همکارۍ د بټي کوټ ولسوالۍ د سی پای دامان ۹ کيلومتره کانال پاک او ورغول شو.
د کرنې رئيس مولوي عبدالستار محمد د ياد کانال د ګټې اخيستنې پر مهال وويل، چې د کانال په اوږدو کې ۸۶۴ متره استنادي ديوال، دوه پلچکونه او دوه دروازې جوړې شوې.
نوموړي وويل، چې دا کانال په سيمه کې نهه زره جريبه کرنيزه ځمکه خړوبوي او په کې ۱۱۰۱۶ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې وه.