ننګرهار: د یو روغتون لپاره د ۲.۳میلیونه افغانیو په ارزښت ستر جنراتور وپیرل شو

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۹) په ننګرهار کې د HealthNet TPO ولایتي دفتر له لورې د غني خیلو ولسوالۍ روغتون لپاره د ۲میلیونه او ۳۴۰زره افغانیو په ارزښت جنراتور چې د ۱۲۰ کیلو واټه بريښنا ظرفیت لري وپيرل شو او رسماً د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې چې پکې د غني خیلو ولسوال ملا […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۹) په ننګرهار کې د HealthNet TPO ولایتي دفتر له لورې د غني خیلو ولسوالۍ روغتون لپاره د ۲میلیونه او ۳۴۰زره افغانیو په ارزښت جنراتور چې د ۱۲۰ کیلو واټه بريښنا ظرفیت لري وپيرل شو او رسماً د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې چې پکې د غني خیلو ولسوال ملا سید نور سنګري، امنیه قومندان اکرام علي، د شینوارو کلستر د روغتیا مسؤل قاري شاه محمد هجرت او د  HN-TPO مؤسسې مسؤلینو ګډون کړی و. ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد روغتون چې په تیر کې د بريښنا د کمښت ستونزې سره مخ و مسؤلینو یې خوښي څرګنده کړه چې په نوي نصب شوي جنراتور سره به یې د روغتون د بريښنا ستونزه حل شي.