ننګرهار: د کانال په ځمکه د مالټو نوي بڼوڼه جوړیږي

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۳) د ننګرهار ولایت کانال ریاست رئیس مولوي غلام الرحمن کظیم وایي چې د کانال په څه باندې پنځه نیم زره جریبه ځمکه د مالټو نوي بڼوڼه جوړه وي. دامهال د کانال په ۱۲ زره جریبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړ شوي او دولت ته ترې هر کال په میلونونو افغانی عائد […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۳) د ننګرهار ولایت کانال ریاست رئیس مولوي غلام الرحمن کظیم وایي چې د کانال په څه باندې پنځه نیم زره جریبه ځمکه د مالټو نوي بڼوڼه جوړه وي.

دامهال د کانال په ۱۲ زره جریبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړ شوي او دولت ته ترې هر کال په میلونونو افغانی عائد ترلاسه کیږي..

ددې ترڅنګ زرګونو خلکو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې رئیس همدا رنګه وویل «هڅه کوو چې د کانال د ځمکو حاصلات بهرنیو هیوادونو ته هم صادر کړو چې پدې برخه کې پرمختګ شوی او یوشمېر حاصلات مو بهرنیو هیوادونو ته د افغانستان په نوم صادر کړي.»