ننګرهار: د کانال ریاست لخوا ۱۰۰ جریبه د مالټو بڼونه جوړیږي

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۳) د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې دیاد ریاست اړوند دهډې فارم په پنځوسمه نمره کې د مالټو نږدې سل جریبه نوي بڼونه جوړېږي. د چارواکو په خبره د هډې فارم ۵۰ مه نمره کې د سل جریبه مالټو بڼونو د جوړولو چارې روانې دي، چې ټولیز لګښت یې شپږ میلیونه […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۳) د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې دیاد ریاست اړوند دهډې فارم په پنځوسمه نمره کې د مالټو نږدې سل جریبه نوي بڼونه جوړېږي.
د چارواکو په خبره د هډې فارم ۵۰ مه نمره کې د سل جریبه مالټو بڼونو د جوړولو چارې روانې دي، چې ټولیز لګښت یې شپږ میلیونه افغانۍ ده او څه باندې ۶۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.
د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې پروګرام په پلي کولو سره به په دې سیمه کې شاړې ځمکې ابادې او ورسره به د سیمې زرغونتیا او ښېرازۍ ته هم زمینه برابره او ترڅنګ به یې ددې ولایت د مالټو د حاصلاتو کچه هم لوړ شي.
ننګرهار د سټروسو مېوو لکه مالټې، نارنج او لیمو ونو لپاره مناسب اقلیم لري او په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې دسترسو سلګونه جریبه بڼونه جوړ شوي دي.