ننګرهار: د ښاروالي لخوا د یو کیلو متر سړک او نورو پروژو چارې پیل شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۸) د ننګرهار ولایت جلال اباد ښاروالۍ له لوري په اتمه ناحیه کې د ۱۱،۷ میلونه افغانېو په لګښت د سړک او ویالو د کانکریټ کېدو چارې پېل شوې. د جلال اباد ښاروالۍ اړوند د اتمې ناحیې په “ملنګ جان مېنه” کې د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د ۱ کیلو مټر […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۸) د ننګرهار ولایت جلال اباد ښاروالۍ له لوري په اتمه ناحیه کې د ۱۱،۷ میلونه افغانېو په لګښت د سړک او ویالو د کانکریټ کېدو چارې پېل شوې.
د جلال اباد ښاروالۍ اړوند د اتمې ناحیې په “ملنګ جان مېنه” کې د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د ۱ کیلو مټر سړک چې ۷ مټره پلنوالی لري او دواړو طرفونو ته ۲کیلو مټره ویالو درلودونکی دی، د کانکریټ  کولو چارې نن د یو قراردادي شرکت “عمر سبحان” له لوري د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پېل شوې.
د تخنیکې او سکتوري چارو رئیس وویل، چې په دغه سړک باندي ۱۱،۷  میلونه افغانۍ لګښت راځي، چې ټول د جلال اباد ښاروالۍ له داخلي عوایدو ورکول کېږي.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل، چې دغه ناحیه کې دېته ورته نوروې پروژې هم لرو چې نږدې ورځو کې به یې لخیره د پېل شاهدان اوسو.
یاد سړک جوړیدو سره به سلګونه د سیمې اوسیدونکو ته د کار کولو زمینه برابره شې، چې چارې به یې د ۶ میاشتو په موده کې بشپړې شي.