ننګرهار: د څه باندې درې میلیونه افغانیو په لګښت د دوو کانالونو د پاک کارۍ چارې پیل شوې

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۴) د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «کوارډیټ» دفتر په مالي او د «OHW» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د لعلپورې او مهمندرې ولسوالیو کې د ۷.۵ کیلو متره اوږدوالی په اندازه د اوبولګولو د دوو کانالونو د پاک کارۍ چارې پیل کړي دي. د چارواکو په خبره ددې پروژې […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۴)

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «کوارډیټ» دفتر په مالي او د «OHW» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د لعلپورې او مهمندرې ولسوالیو کې د ۷.۵ کیلو متره اوږدوالی په اندازه د اوبولګولو د دوو کانالونو د پاک کارۍ چارې پیل کړي دي.
د چارواکو په خبره ددې پروژې په ترڅ کې د مهمندرې په ولسوالی کې څلور کیلومتره او د لعلپورې په ولسوالی کې ۳.۵ کیلومتره کانالونه پاکول کېږي، چې په ترڅ کې یې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
ددې پروژې ټولیز لګښت څه باندې درې میلیونه افغانۍ ده، چې په بشپړېدو سره یې ډېرې کرنیزې ځمکې د خړوبولو تر پوښښ لاندې راځي.