ننګرهار: د نږدې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۸) د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي او د «FGA» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د دې ولایت د بهسود په ولسوالی کې د کروندي د اوبخور په موخه د اوبولګولو د پنځو پروژو چارې چې په کې د ګلبهار، میران، […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۸)
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي او د «FGA» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د دې ولایت د بهسود په ولسوالی کې د کروندي د اوبخور په موخه د اوبولګولو د پنځو پروژو چارې چې په کې د ګلبهار، میران، نهرشاهي اول، نهرشاهي دویم او پاینده کلا کانالونه شامل دي د رغولو چارې بشپړ او د جلا جلا غونډو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال، د یاد ولسوالی سیمه ییزو چارواکو، د «FGA» مؤسسې چارواکو، قومي مشرانو او د سیمې یوشمېر اوسیدونکو ګډون درلود.
په دې غونډه کې د ننګرهار دکرنې ریاست مرستیال قاري فضل الرحمن صادق وویل، چې د ۱۲ میلیونه او ۸ سوه زره افغانیو په لګښت د ګلبهار کلي کې ۶۹۰ متره کانال په اساسې ډول ورغول شو، ۱۹۲ متره په اوږدوالی د ګبین په واسطه زابر جوړ شو او همداراز ۳۴۲۰ متره زابر پاک کارې او د ۸ کیلو متره په اوږدوالی د کانال منځنی برخه ورغول شوه.
د میرانو کلی کې ۲۳۱ متره په اوږدوالی یو کانال په اساسي توګه جوړ شو او همداراز د ۱۱ کیلو متره کانال منځنۍ برخه هم ورغول شوه.
نهرشاهي اول کلی کې ۲۰۰ متره په اوږدوالی یو کانال په اساسي توګه جوړ شو او د ۱۰ کیلو متره په اوږدوالی دکانال منځنۍ برخه هم ورغول شوه.
دغه راز د نهرشاهي دویم کلی کې ۶۷ متره په اوږدوالی یو کانال په اساسي ډول جوړو شو، او د ۸ کیلو متره په اوږدوالی د کانال منځنۍ برخه هم ورغول شوه.
ددې ترڅنګ پاینده کلا کلی کې ۹۸ متره په اوږدوالی یو کانال په اساسي ډول جوړ شو، او د ۱۰ کیلو متره په اوږدوالی د کانال منځنۍ برخه ورغول شوه. .
ددغو پروژو په پلي کولو سره نږدې ۴۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شوه، او په سلګونه جریبه نوره ځمکه د زیم څخه وژغورل شوه.
صادق پر قومي مشرانو غږ وکړ چې د دغو پروژو په ساتنه او مراقبت کې پوره پاملرنه ولري او تخریب ته يې پرې نږدې،
دغه راز په دې غونډه کې، د قومي مشرانو لخوا د ننګرهار د کرنې ریاست کړنې وستایل شوې او د کرنې ریاست مرستیال ته يې د اعزاز پټګۍ په سر کړ.