ننګرهار: د نږدې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۳)د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (UNDP) د آبادۍ پروژې په مالي او د «DRC» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د دې ولایت د مهمندرې او غني خېل ولسوالیو کې د کروندي د اوبخور په موخه د اوبولګولو د دوو پروژو د رغولو چارې […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۳)د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (UNDP) د آبادۍ پروژې په مالي او د «DRC» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د دې ولایت د مهمندرې او غني خېل ولسوالیو کې د کروندي د اوبخور په موخه د اوبولګولو د دوو پروژو د رغولو چارې بشپړ او د جلا جلا غونډو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد، د یادو ولسوالیو سیمه ییزو چارواکو، د «DRC» مؤسسې چارواکو، قومي مشرانو او د سیمې یوشمېر اوسیدونکو ګډون درلود.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې د مهمندرې او غني خېل ولسوالیو کې د ۱۰.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو د دوو پروژو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
مولوی عبدالستار محمد وویل، چې په دغو پروژو کې د مهمندرې ولسوالی د لنډۍ کلی کې ۵۰۰ متره کانال په اساسي ډول رغول شوی او ۵۰۰ متره ویالې پاک کاري شوي دي او دغه راز د کانال په اوږدو کې درې پلچکونه هم رغول شوي دي، چې ټولیز لګښت یې ۵.۴ میلیونه افغانۍ ده او ۱۳۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبوي.
ښاغلي محمد دغه راز وویل، چې دغني خېلو ولسوالی اړوند د راغه کلی کې د ۵.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۰۵ متره په اوږدوالی استنادي دېوال جوړ شوی، چې ۸۰۰ کورونه او ډېر شمېر کرنیزې ځمکې د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي کوي.