ننګرهار: د خوارجو پر پټن ځای عملیات ترسره شول

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۸) د ننګرهار ولایت استخباراتو ریاست مسٶلین وایي چې ځواکونو یې د ښار په څلورمه ناحیه کې د خوارجو پر پټن ځای عملیات ترسره کړي دي. دوی وایي چې په یادو عملیاتو کې یې ۳تنه خوارج له منځه وړي دي. مسٶلین زیاتوي په یادو عملیاتو کې یو میل کلاشینکوف، یو میل ایم […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۸) د ننګرهار ولایت استخباراتو ریاست مسٶلین وایي چې ځواکونو یې د ښار په څلورمه ناحیه کې د خوارجو پر پټن ځای عملیات ترسره کړي دي.
دوی وایي چې په یادو عملیاتو کې یې ۳تنه خوارج له منځه وړي دي.
مسٶلین زیاتوي په یادو عملیاتو کې یو میل کلاشینکوف، یو میل ایم شانزده، ماینونه، او بارود، هم د مجاهدو ځواکونو لاسته ورغلي او ملکي وګړو او مجاهدینو ته یې پرمهال کوم زیان ندی رسیدلی.