ننګرهار: حصارک کې د کمیسیونونو مشترکه غونډه وشوه

تیره ورځ د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ اړوند د ولسوالۍ ترڅنګ په جامع مسجد کې د فتحې نه وروسته د  کمیسیونو په مشترکه ډول یوه شانداره غونډه ترسره شوه. په یاده غونډه کې علماء کرامو، قومي مشرانو، سپینږیرو او ځوانانو ګډون کړی و.  د دعوت او ارشاد د حلقې  هیئت، د یاد ولایت مسؤلینو او […]

تیره ورځ د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ اړوند د ولسوالۍ ترڅنګ په جامع مسجد کې د فتحې نه وروسته د  کمیسیونو په مشترکه ډول یوه شانداره غونډه ترسره شوه. په یاده غونډه کې علماء کرامو، قومي مشرانو، سپینږیرو او ځوانانو ګډون کړی و.

 د دعوت او ارشاد د حلقې  هیئت، د یاد ولایت مسؤلینو او د تعلیم او تربیې د مسؤلینو له لوري ویناوې وشوې، او اولس ته د یادې ولسوالۍ د فتحې مبارکې ورکړه شوه.

همداراز  یادو مسؤلینو خلکو ته د سر او مال د امنیت او حفاظت په اړه ډاډ ورکړی او د اسلامي امارت د پالیسیو، ځینو شکوکو او شبهاتو ازالې او نورو په اړه یې پوره معلومات ورکړل.

‏2021‏/7‏/11