ننګرهار او کونړ کې د ۱۰۰۰ ټنو په اندازه د لیتیمو د قاچاق مخه ونیول شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۸) د استخباراتو عمومي ریاست او کانونو او  صنایعو وزارت د معلوماتو پر اساس او د زړورو امنیتي ارګانونو په ګډې همغږي په ننګرهار او کنړ ولایتونو کې د قیمتي ډبرو د قاچاق مخه ونیول شوه. د استخباراتو د اپراتیفي چارو رئیس ډاکټر بشیر وویل: د ننګرهار ولایت هواېي ډګر ته څیرمه […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۸) د استخباراتو عمومي ریاست او کانونو او  صنایعو وزارت د معلوماتو پر اساس او د زړورو امنیتي ارګانونو په ګډې همغږي په ننګرهار او کنړ ولایتونو کې د قیمتي ډبرو د قاچاق مخه ونیول شوه.
د استخباراتو د اپراتیفي چارو رئیس ډاکټر بشیر وویل: د ننګرهار ولایت هواېي ډګر ته څیرمه د قیمتي ډبرو په یو زیرمتون کې چې د قاچاقبرانو له لوري په کې د لیتیم په نامه قیمتي ډبرې د قاچاق لپاره زیرمه شوي وو، چې اندازه يې د نوموړي په وینا شاوخوا ۲۰۰ ټنه په ننګرهار ولایت کې او اته سوه ۸۰۰ ټنه په کنړ ولایت کې وې، چې جمله زر ټنه کیږي ، ونیول شوي.

ډاکټر بشیر وویل چې په نیول شوي قاچاقبرانو کې دوه تنه يې خارجي اتباع او درې تنه يې افغانان دي.
نوموړي وویل چې یادو قاچاق برانو دغه قیمتي ډبرې د پاکستان او تاجکستان له لارې چین ته قاچاق کول چې پر وخت ونیول شول.

په ورته وخت کې د کانونو او صنایعو وزارت د عوایدو رئیس مولوي محمد رسول عقاب وویل ، د امیر المومنین حفظه الله د حکم په اسا هیچاته اجازه نشته چې د هیواد قیمتي ډبرې او منرالونه په یو نوم اوبل نوم قاچاق کړي .

نوموړي وویل چې د تیر نظام پر مهال همدا تيګې کیلو په پنځه افغانۍ خرڅیدل او پاکستان ته قاچاق کیدل او له هغې ځای نورو هیوادونو ته وړل کیده.
دی وویل د افغانستان دغه تیګې د ٪۷ نیولې تر ٪۳۰ پورې لیتیم او انتوموني لري چې په نړۍ کې قیمتي منرالونه دي..