ننګرهار: امنيې قومانداني د خپلو کړنو يو کلنې لاسته راوړنې له رسنيو سره شريکې کړې

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۱) ياد کنفرانس، چې د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست کې ترسره شو پکې د ننګرهار امنيې قوماندانۍ امنيتي مرستيال مولوي محمد طاهر مبارز وويل: زموږ د جنايي مديريت د وژنې، غلا، زنا، لواطت او داسې نورو بېلابېلو جرمونو په تور د ۱۴۷۴ کسانو نيولو ترڅنګ دوه ميله راکټ، ۱۳ ميله کلاشنکوفونه، يو […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۱)
ياد کنفرانس، چې د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست کې ترسره شو پکې د ننګرهار امنيې قوماندانۍ امنيتي مرستيال مولوي محمد طاهر مبارز وويل: زموږ د جنايي مديريت د وژنې، غلا، زنا، لواطت او داسې نورو بېلابېلو جرمونو په تور د ۱۴۷۴ کسانو نيولو ترڅنګ دوه ميله راکټ، ۱۳ ميله کلاشنکوفونه، يو ميل دهشکه، يو ميل کره بين، يو ميل سقيل، ۲۷ عدده د کلاشينکوف شاژرونه، ۷ عدده د راکټ مرمۍ، ۲ حلقې ماينونه، ۸ پايې مخابرې، ۱۲۵۰۰ د سقيل مرمۍ او ۱۵۹۰ د کلاشينکوف مرمۍ نيولي.
د ترورېزم پروړاندې د مبارزې مديريت په جلال آباد ښار او ولسواليو کې ۱۷ بېلابېل عملياتونه ترسره کړي، چې ۲۲ تنه د مختلفو تروريستي قضيو په تور، ۵۲۲ ميله مختلف النوع وسلې، ۱۱۰۰۰ فيره مختلف النوع مهمات، ۸ حلقې ماينونه، ۸ تنه د امنيت اخلال په تور، ۹۶ قطعې چاودونکي توکي، چې په يوه ټيلر کې ځای پر ځای شوي وو، ۱۴ بورۍ پوتاشيم او ۱۱ فيره د راکټ انداز پخوانۍ مرمۍ او ۱۵ دولتي موټرې نيولي دي.
د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې مديريت يوه اندازه نشه يي توکي لکه هېروئين، چرس، شراب، شيشه او داسې نور مواد ترلاسه کړي، په تور يې ۳۴۹ تنه او ۳۹ عرادې موټرې نيول شوي، چې په يوه کال کې جمله ۱۸۵۵ تنه او ۵۴ عرادې موټرې د يادو جرمونو په تړاو نيول شوي او عاملين يې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي. همداشان ۱۱۰۰۰ جريبه ځمکه د کوکنارو له کښته هم پاکه شوې ده.
د دې ترڅنګ د ننګرهار د پوليسو ښوونيز او روزنيز مرکز څخه ۱۳۱۳۹ تنه مجاهدين تر عقيدتي، مسلکي او نظامي زده کړو څخه فارغ او په همدې زون کې په ملبس يونيفورم په خدمت کولو بوخت دي.
د کنفرانس په وروستۍ برخه کې مولوي مبارز ټولو ننګرهاريانو ته ډاډ ورکړ، چې په دې ولايت کې د ټولو امنيتي قطعاتو مجاهدين شپه او ورځ ستاسو په خدمت کې دي او هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي، چې په يو نوم او بل نوم د خلکو آرامه او سوکاله ژوند اخلال کړي. که څوک په خپله ساحه کې کوم شکمن کس ويني، نو په دې برخه کې دې نږدې امنيتي مسوولينو ته خبر ورکړي.
مبارز په کنفرانس کې د خبريالانو پوښتنو ته مفصل ځوابونه هم ورکړل.