ننګرهار:جلال آباد ښار کې د اوبو شپږو شبکو جوړولو چارې پيل شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۴) د جدي په ۲۶مه د جلال آباد ۶، ۸، ۱۰، ۱۱، ۱۲ او پنځم واټرپمپونو د رغونې چارې د ننګرهار ولايتي مسوولينو له لورې د تهداب تيږې په اېښودلو سره رسماً پيل شوې. د یاد ولایت د اوبو رسولو رئيس مولوي ندي الله نيازي وويل: د اوبو لګولو دغه شپږ شبکې، […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۴) د جدي په ۲۶مه د جلال آباد ۶، ۸، ۱۰، ۱۱، ۱۲ او پنځم واټرپمپونو د رغونې چارې د ننګرهار ولايتي مسوولينو له لورې د تهداب تيږې په اېښودلو سره رسماً پيل شوې.
د یاد ولایت د اوبو رسولو رئيس مولوي ندي الله نيازي وويل: د اوبو لګولو دغه شپږ شبکې، چې د کانال رياست په ملکيت کې لسګونه کلونه وړاندې جوړې شوې اوسمهال له کاره لوېدلي، چې له نېکه مرغه د اسلامي امارت په خاصې پاملرنې د يونسيف ادارې په ۴۲ ميليونه افغانۍ مالي لګښت او د کوار موسسې په تخنيکي همکارۍ په نوي او عصري سيستم جوړېږي، چې د نظارت چارې به يې د ننګرهار ولايت مقام، د اقتصاد رياست او د اوبو لګولو رياست کوي.

نوموړي وويل: د دې واټرپمپونو په ترميم سره به د جلال اباد ښار ۴۰۰۰ کورنيو ته د پاکو اوبو رسولو اسانتيا برابره شي او په دې پروژه کې به ۲۰۰۰ تنو ته د کار زمينه هم برابره شي.

هغه زياته يې کړه: اوسمهال يوازې د جلال آباد ښار ۳۰ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري. د اوبو رسولو رياست کوښښ کوي، چې ټولو ښاريانو ته د پاکو اوبو سيستمونه برابر کړي.

د نوموړي په وینا چې دغه پروژه به په دريو مياشتو کې تکميل او عملاً خدمات به وړاندې کوي. په ورته وخت کې د ننګرهار کانال رئيس مولوي غلام الرحمن کظيم هم د يادې پروژې په پيلېدو خوښي ښکاره کړه ويې ويل: د اسلامي امارت ټولې ادارې په همغږۍ سره د خپلو خلکو لپاره خدمات وړاندې کوي، چې نن يې موږ بېلګه په خپلو سترګو وينو.