میدان وردګ: د یوه ستر ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۴)د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار کې د پوهنې ریاست په چوکاټ کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې سیمه ییز دفتر د کليو پراختيا، د ښوونې او روزنې پروګرام تر چترلاندې په اول خيلو کلي کې د حضرت عمر فاروق (ض) په نامه د یوه لوی ښوونځي ودانۍ ګټې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۴)د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار کې د پوهنې ریاست په چوکاټ کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې سیمه ییز دفتر د کليو پراختيا، د ښوونې او روزنې پروګرام تر چترلاندې په اول خيلو کلي کې د حضرت عمر فاروق (ض) په نامه د یوه لوی ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه ودانۍ چې په ۳.۵جریبه ځمکه کې په اساسي او لوړ کیفیت سره د ۱۹ میلیونو افغانیو په ارزښت جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي؛ ۱۲ تدریسي خونې، د څښاک پاکو اوبو یوه څاه او نور اړوند ملحقات لري چې شاوخوا د سیمې ۵۰۰ زده کوونکي به خپلې لومړنۍ زده کړې وکړي.

د سوېډن کمېټې مسؤلین وایي، پلان کې لري په دغه ولایت کې ۲۰ نور ښوونځي چې جدي ترمیم ته اړتیا لري ترمیم کړي.

او دسیمې د خلکو، د ښوونځي له ښوونکو او زده کوونکو یې وغوښتل چې د یاد ښوونځي د ودانۍ ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.