مومنددرې کې د ۶،۷ میلیونه افغانیو په لګښت یوه پروژه ګټې اخستنې ته وسپارل شوه

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۷)د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (UNDP) د ۶،۷ میلیونه افغانیو په مالي لګښت او د ډي آر سي موسسې په تخنیکي همکارۍ د مومنددرې ولسوالۍ دامنټل کلي کې د آبیارۍ یوې پروژې د رغولو چارې بشپړې او د مسوولینو او قومي مشرانو […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۷)د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (UNDP) د ۶،۷ میلیونه افغانیو په مالي لګښت او د ډي آر سي موسسې په تخنیکي همکارۍ د مومنددرې ولسوالۍ دامنټل کلي کې د آبیارۍ یوې پروژې د رغولو چارې بشپړې او د مسوولینو او قومي مشرانو لخوا ګټې اخستنې ته وسپارل شوه، چې د ۹۱ مترو په اوږدوالي د اوبو سربند، ۲۹۰ متره ویاله، ۳۰ متره استنادي دېوال، یو پلچک او ۱۰ د اوبو د کنترولولو دروازې په اساسي ډول رغول شوي او ترڅنګ يې ۲۰۰۰ متره ویالې هم پاک کاري شوې.
د مسوولينو په وينا: د دې پروژې په بشپړېدو سره ۱۱۰۰ جریبه زراعتي ځمکه خړوبه او ۱۹۷ تنه ځايي کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې وه.