مولوي رحیم‌الله محمود نن رسماً د کندهار د امنیه قومندان په توګه په کار پيل وکړ

  د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی په لارښوونه مولوي رحیم‌الله محمود د کندهار امنیه قومندان وټاکل سو، چي د دوشنبې په ورځ سهار د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مشر ملامحمدیوسف مستري، د کندهار د مرستیال والي الحاج مولوي حیات‌الله مبارک او د کندهار د والي ځانګړي استازي حاجي حضرت‌‌علي له لوري […]

 

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی په لارښوونه مولوي رحیم‌الله محمود د کندهار امنیه قومندان وټاکل سو، چي د دوشنبې په ورځ سهار د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مشر ملامحمدیوسف مستري، د کندهار د مرستیال والي الحاج مولوي حیات‌الله مبارک او د کندهار د والي ځانګړي استازي حاجي حضرت‌‌علي له لوري د یوې غونډي په ترڅ کي د کندهار امنیه قومندانۍ اړوند د بېلابیلو برخو آمرینو، مُدیرانو، د حوزې آمرینو او د ولسوالیو امنیه قومندانانو ته وروپېژندل سو او وروسته رسماً د مسئولیت پر چوکۍ کښېنول سو، چي پرمهال ئې د کندهار مخکني امنیه قومندان ملا عبدالغفار محمدي هم حضور درلود.

د غونډي په پيل کي لومړی د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات‌الله مبارک، وویل، الله ج زموږ سره دوه لوی احسانونه وکړل، لومړی دا چي په افغانستان کي په بشپړه توګه اسلامي او سپېڅلی نظام راغلی او دوهم دا چي موږ ئې ددې سپېڅلي نظام خادمان کړي یو، چي په خبره ئې دا زموږ لپاره یوه لویه ازموینه ده او پوره هڅه باید وکړو، چي په دې ازموینه کي بریالي سو.

الحاج مولوي حیات‌الله مبارک زیاته کړه، د ا،امارت په صفونو کښي د ښو صفاتو له ډلي دوه صفتونه خورا غښتلي دي، چي د مشرانو پیروي او په خپلو منځونو کي یووالی دئ، چي په خبره ئې همدا دوه علتونه وه، چي ا،امارت په افغانستان کي حاکم او د نړۍ ستر قدرت امریکا او متحدینو ته ئې سخته ماتي ورکړه.

د کندهار مرستیال والي د خپلو خبرو په وروستیو کي تغیر او بدلون د ښې حکومتولۍ یو اصل یاد کړ، د مخکني امنیه قومندان ملا عبدالغفار محمدي د ټولو کړیو کارونو قدرداني ئې وکړه او د امنیه قومندانۍ د بېلابیلو برخو له آمرینو، مُدیرانو، د حوزو له آمرینو او د ټولو ولسوالیو له امنیه قومندانانو څخه ئې وغوښتل، ترڅو له نوي امنیه قومندان سره هم د کارونو په پرمختګ کي بشپړه همکاري او همږغي ولري.

ورپسې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مشر ملامحمدیوسف مستري د نوي امنیه قومندان مولوي رحیم‌الله محمود د ټاکل کېدو مکتوب ولوست او وروسته د کندهار مخکني امنیه قومندان ملاعبدالغفار محمدي د امنیه قومندانۍ پوري اړوند له ټولو مسئولینو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي ورسره بشپړه همکاري او همږغي ئې ساتله او له دوی څخه ئې وغوښتل، ترڅو له نوي امنیه قومندان سره هم بشپړه همږغي او همکاري ولري.

وروستیو کي د کندهار نوي امنیه قومندان مولوي رحیم‌الله محمود لومړی ددې شرعي نظام په راتګ کښي د شهیدانو او ټپیانو د قربانیو یادونه وکړه، چي زیاته ئې کړه، دا نظام په ډېرو قربانیو سره راغلی، چي باید اوس ئې د ساتلو او چلولو په برخه کي ټول په ګډه پوره هڅي وکړو.

مولوي رحیم‌الله وویل د صفونو تصفیه او منظمول، اداري نظم راوستل، د ولس امنیت ساتل او ورسره ښه رویه او اخلاق کول به ئې لومړیتوبونه وي او زیاته ئې کړه، چي د امنیه قومندانۍ اړوند ټول مسئولین او مجاهدین باید دغو برخو ته ځانګړې توجه ولري.

دوشنبه: ۱۴۴۳/۸/۴