ملي پراختیا شرکت په تېر ۱۴۰۱هـ ش کال کې د ۹۳ ملي او زېربنایي پروژو له ډلې د ۸۳ پروژو چارې بشپړې کړې دي

الاماره ۱۴۴۴ رمضان ۲۴ د ملي پراختیا شرکت مسوولینو، نن شنبه (۲۶ وري ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د ۱۴۰۱ مالي کال د کړنو او فعالیتونو راپور له رسنیو سره، شریک کړ. د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال، مولوي عبدالولي عادل وویل: […]

الاماره ۱۴۴۴ رمضان ۲۴
د ملي پراختیا شرکت مسوولینو، نن شنبه (۲۶ وري ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د ۱۴۰۱ مالي کال د کړنو او فعالیتونو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.

د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال، مولوي عبدالولي عادل وویل: ملي پراختیا شرکت په تېر ۱۴۰۱هـ ش کال کې د ۹۳ پروژو د تطبیق چارې چې بندونه، کانالونه او عامه ځایونه پکې شامل وو تر لاس لاندې نیولې وې، چې له ډلې یې تر دې دمه د ۸۳ پروژو چارې بشپړې کړي او د پاتې ۱۰ سترو او ملي پروژو چارې په خورا چټکۍ سره روانې دي.
مولوي عبدالولي عادل زیاته کړه، د قوش تېپې د ستر او ملي کانال د لومړي فاز چارې ۷۲.۲۷ سلنه بشپړې شوي، اوسمهال په کې شاوخوا ۴ زره ماشینري او له ۷ زره ډېر کسان په کار بوخت دي. همدارنګه نوموړي وویل، د کمال خان بند د قلعه افضل او ترکو کانالونو د کیندنې چارې هم د ملي پراختیا شرکت له لوري په خورا چټکۍ سره روانې دي، چې تر دې دمه یې ۹۲ سلنه چارې پرمخ تللې دي.
د ملي پراختیا شرکت د بنایي ودانیز ریاست رئیس عبدالله احمدزي وویل، د قوش تېپې کانال د لومړي فاز د دویم لاټ کانکرېټ اچونه او ۱۰۸ کیلومتره واټن کیندنه، د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د ۵۴ جوماتونو جوړول، نمک آب کانال، توري بند، شفلوع بند، پلتوني بند، د شرکت د مرکزي دفتر ودانۍ، د هرات پوهنتون لیلیه او د کمال خان بند د دویمې کاسې د امکان سنجونې مطالعه، د یاد شرکت تر کار لاندې سترې او ملي پروژې دي.
د ملي پراختیا شرکت د مسؤلینو وویل، دا شرکت په ۱۴۰۲هـ ش کال کې پلان لري، چې له اړوندو ارګانونو سره په ګډه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ۷۲ هغو پروژو چارې بېرته پیل کړي، چې په هېواد کې د سیاسي تحولاتو په راتلو سره یې چارې درېدلې وې او همدارنګه د ۱۰ هغو سترو او ملي پروژو چارې، چې تېر کال پيل شوي چارې به یې لا چټکې شي.
د یادولو وړ دی، چې ملي پراختیا شرکت له تاسیس څخه تر دې دمه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د بندونو، کانالونو، تولید، کرنې، کانونو او ودانیزو برخو کې په سلګونو کوچنۍ او سترې پروژې تر لاس لاندې نیولي دي، چې یو شمېر یې بشپړې شوي او د پاتې پروژو چارې به هم په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.