ملي دفاع وزارت او د ایران اسلامي جمهوریت پلاوو د ګډو سرحدي همکاریو د پیاوړتیا په هدف سره وکتل

د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د وسله وال پوځ لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان “صدیق” او د ایران اسلامي جمهوریت د وسلوال پوځ لوی درستیز مرستیال ښاغلي بهرام “حسیني مطلق” په مشرۍ.یو پلاوي نن د ملي دفاع وزارت د بهرنيو اړیکو په رياست کې وکتل او خبرې يې وکړې. د لوى درستيز […]

د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د وسله وال پوځ لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان “صدیق” او د ایران اسلامي جمهوریت د وسلوال پوځ لوی درستیز مرستیال ښاغلي بهرام “حسیني مطلق” په مشرۍ.یو پلاوي نن د ملي دفاع وزارت د بهرنيو اړیکو په رياست کې وکتل او خبرې يې وکړې.
د لوى درستيز مرستيال ايراني پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ؛ د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ همکاري او ښو اړیکو ته په اشارې سره وویل.اسلامی امارت تل د ایران له اسلامی جمهوریت سره د ښو اړیکو غوښتونکی وو او په بېلابېلو برخو کې د لازیاتې همکارۍ لپاره ژمن دی.
ايراني پلاوي په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ژمنې مثبتې و ارزولې او د اړيکو د پياوړتيا ډاډ يې ورکړ.په دې کتنه کې دواړو لورو دسرحدي ستونزو په هواري، د ګډو همکاريو پر پياوړتيا او د اړوندو مراجعو له لارې د ستونزو په حل د خبرو له لارې ټينګار وکړ.
همدا راز په دې کتنه کې د کورنيو چارو وزارت سرحدي چارواکو، د سرحدونو او قبایلو وزارت او د کرنې او اراضۍ یو شمېر مسوولینو هم حضور درلود.