ملا برادر اخند د کندهار_ارزګان د لویې لارې د جوړیدو چارې له نږدې وکتلې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۵) د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال جدې میاشتې په ۷مه نېټه د کندهار- ارزګان سړک د جوړېدو چارې له نېږدې وکتلې. دغه سړک چې له کندهار څخه پیل او ارزګان پورې غځیدلی د جوړېدو چارې یې شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۵) د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال جدې میاشتې په ۷مه نېټه د کندهار- ارزګان سړک د جوړېدو چارې له نېږدې وکتلې. دغه سړک چې له کندهار څخه پیل او ارزګان پورې غځیدلی د جوړېدو چارې یې شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوې دي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د سړک د قراردادي شرکت له مسوولینو سره په کتنه کې له دوی څخه وغوښتل چې خپل کارونه په معیاري ډول او په ټاکلي وخت کې پای ته ورسوي، ځکه اوسمهال له دې لارې تېرېدونکي مساپر له سختو ستونزو سره مخ دي او د سړک په جوړېدو به یې ستونزې هوارې شي. د یادونې وړ ده چې د کندهار-ارزګان لویه لار چې له کلونو راهیسې ویجاړه پرته وه او په دې لاره تلوونکي مساپر یې له ستونزو سره مخ کړي وو، اسلامي امارت د خلکو ستونزو ته په کتو سره د یادې لویې لارې د جوړېدو چارې پیل کړې او هڅه کوي چې ژر یې پای ته ورسوي.