مجاهد: کابل او زرنج کې د داعشیانو په لمنځه وړل شوېو هستو کې بهرنیان هم شامل وه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۲) ‏د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې تیره ورځ په کابل او نيمروز ولايتونو کې د داعشیانو په يوه مهمه او خطرناکه شبکه چې په کابل ښار کې یی په لانګان هوټل (چې چینايي اتباع په کې اوسیدل)، هوايي میدان او د پاکستان په سفارت او ځینو نورو اهدافو […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۲) ‏د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې تیره ورځ په کابل او نيمروز ولايتونو کې د داعشیانو په يوه مهمه او خطرناکه شبکه چې په کابل ښار کې یی په لانګان هوټل (چې چینايي اتباع په کې اوسیدل)، هوايي میدان او د پاکستان په سفارت او ځینو نورو اهدافو بريدونه تنظيم او سرته رسولي وو ‏او په ځینو نورو مهمو اهدافو یې هم د بريد پلان درلود او افغانستان ته يې له خارج څخه بهرني داعشيان هم را انتقالول پراخ او هماهنګ عملیات وشول.
نوموړی زیاتوي چې د عملیاتو په ترڅ کې ( د کابل ښار اتمې حوزې اړوند شهدای صالحین او قلاچه سیمو او د نیمروز ولایت په مرکز زرنج کې) درۍ پټنځایونه په نښه شول.
ښاغلی مجاهد وایي، د عملیاتو په پایله کې درې واړه پټنځايونه له منځه لاړل، ۸ تنه داعشيان ووژل شول، ډیری سپکې وسلې، لاسي بمونه، ماینونه، چاودیدونکي واسکټونه او منفجره مواد ترلاسه شول، ۷ تنه داعشيان ژوندی ونیول شول او یو شمیر مشکوک افراد هم د پوښتنو لپاره توقیف شول.
نوموړي دغه راز ویلي چې په وژل شویو کې بهرني داعشیان هم شامل وو.