مجاهد: د محاکمو لخوا د سزاګانو د ورکړې په تړاو د نړیوالو غبرګونونه مداخله او د غندنې وړ بولو

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۴)وروسته تر هغه چې په فراه ولایت کې یوه کس ته د شرعي محاکمو تر بریکړې وروسته، د قصاص سزا واورول شوه او په تعقیب یې امریکا، فرانسې او ملګرو ملتونو دا پریکړه وغندله، په تړاو یې اسلامي امارت توند غبرګون ښوودلی دی. د اسلامي امارت ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد ویلي: […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۴)وروسته تر هغه چې په فراه ولایت کې یوه کس ته د شرعي محاکمو تر بریکړې وروسته، د قصاص سزا واورول شوه او په تعقیب یې امریکا، فرانسې او ملګرو ملتونو دا پریکړه وغندله، په تړاو یې اسلامي امارت توند غبرګون ښوودلی دی.
د اسلامي امارت ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد ویلي: « متأسفانه چې ځینی هېوادونه او نهادونه لا هم له افغانستان څخه سمه پیژندنه او څیړنه نه لري.افغانستان یو اسلامي هېواد دی، تر ۹۹ سلنه زیات خلک یې مسلمانان دي، د اسلامي قوانینو او نظام د تطبیق لپاره یې ډیرې قربانۍ ورکړی.
بل پلو په ټوله نړۍ حتی امریکا او اروپا کې د اعدام سزاګانې شتون لري.»

مجاهد زیاتوي: داچې په افغانستان باندې د اسلامي جزاګانو د تطبیق له امله انتقادونه کیږي، څرګندوي چې لا هم ځینې هیوادونه او ټولنې یا خو یې مطالعه او معلو مات نیمګړي دي او یا هم له اسلام سره ستونزه لري او د مسلمانانو معتقداتو، قوانینو او داخلی مسایلو ته درناوی نه کوي، چې دا کار د هیوادونو په کورنیو چارو کې مداخله او د غندنې وړ ده.