لښکرګاه کي د امارت په نوم د نوي او عصري چوک کارونه بشپړ شول

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۲) د هلمند په مرکز لښکرګاه لومړۍ ناحیه کي د امارت په نوم د نوي چوک چي په نوي او عصري ډیزاین سره جوړ سوی کارونه بشپړ شول. دغه چوک چي د لښکرګاه ښار د ماسټر پلان مرکزي نقطه ده او پر یو درې لاري موقعیت لري د لښکرګاه د مخکیني ښاروال الحاج احمد […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۲)

د هلمند په مرکز لښکرګاه لومړۍ ناحیه کي د امارت په نوم د نوي چوک چي په نوي او عصري ډیزاین سره جوړ سوی کارونه بشپړ شول.

دغه چوک چي د لښکرګاه ښار د ماسټر پلان مرکزي نقطه ده او پر یو درې لاري موقعیت لري د لښکرګاه د مخکیني ښاروال الحاج احمد سعيد انصاري په هدايت یې د جوړولو چاري پيل شوي وې، چي د شپږو مياشتو په موده کي یې کارونه بشپړ او پنځه سوه زره افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

د لښکرګاه ښاروالۍ د معلوماتو له مخي د تېر یو کال په جریان کي یې د ښار په بېلابېلو مرکزي نقطو کي په نوي ډیزاین سره عصري چوکونه جوړ کړي او په جادو کي یې د ښه کیفیت لرونکي څراغونه لګولي چي ښار ته یې ځانګړې روښنایي او ښکلا ورکړې ده.

د یادوني وړ ده چي دا مهال د لښکرګاه ښاروالۍ لخوا په لښکرکاه کي د یو جمنازیوم او صرافانو مارکیټ ته څیرمه د یوالي په نوم د څوک د جوړولو چاري رواني دي چي کارونه یې تر ډیره بشپړ سوي دي.