لوګر کې؛ د ۱۲ ښوونځیو د بیارغولو چارې بشپړې شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۱) د لوګر د پوهنې ریاست مسئولين په دې ولايت کې د ۱۲ ښوونځیو د ودانیو د بیارغولو چارو له بشپړېدو، خبر ورکوي. د لوګر د پوهنې رياست وياند شاه پور عرب وایي ؛ د یادو ښوونځیو له ډلې نهه بابه يې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونيسف) او […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۱) د لوګر د پوهنې ریاست مسئولين په دې ولايت کې د ۱۲ ښوونځیو د ودانیو د بیارغولو چارو له بشپړېدو، خبر ورکوي.
د لوګر د پوهنې رياست وياند شاه پور عرب وایي ؛ د یادو ښوونځیو له ډلې نهه بابه يې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونيسف) او ۳ نور يې د پوهنې وزارت له خوا د دو مياشتو په موده کې رغول شوي، چې ټول ټال پرې سل ﺯره ډالر او يو نيم ميليون افغانۍ لګښت راغلى دى.
عرب ﺯياته کړه؛ چې د دغو رغول شوو ښوونځيو په ګټې اخیستنې سره به تر ۲۰ زرو ډېرو زده کوونکو ته د زده کړو منظم چاپېریال برابر شي .
بايد وويل شي، چې اوسمهال په لوګر کې د نجونو او هلکانو ۲۷۵ ښوونځي شتون لري، چې د پوهنې رياست د مسٶلينو په خبره ۴۰ بابه نور ښوونځي هم بیارغولو ته جدي اړتیا لري.