لوګر: محمداغه کې ۱ قرارګاه او ۲ پوستې د مجاهدینو لاسته ولوېدې

پرون مازدیګر د کابل رژیم عسکرو د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ اړوند زرغون ښاره ته څېرمه د دولت کلا دښته کې د مجاهدینو د بریدونو له وېري تر څو ورځنۍ محاصرې وروسته خپله مهمه قرارګاه چې د دښمن ۷ کنډکونه پکې میشت ول تخلیه کړې او له سیمې تښتېدلي دي. دغه رنګه د یادې ولسوالۍ […]

پرون مازدیګر د کابل رژیم عسکرو د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ اړوند زرغون ښاره ته څېرمه د دولت کلا دښته کې د مجاهدینو د بریدونو له وېري تر څو ورځنۍ محاصرې وروسته خپله مهمه قرارګاه چې د دښمن ۷ کنډکونه پکې میشت ول تخلیه کړې او له سیمې تښتېدلي دي.

دغه رنګه د یادې ولسوالۍ اړوند کندهاري پله ته څېرمه کوډګي سیمه کې هم شریرو اربکیانو د مجاهدینو د بریدونو له وېري خپله پوسته تخلیه کړې او تښتېدلي دي.

له بلې خوا  مجاهدینو د وغجان بازار کې د شریرو اربکیانو په پوسته برید کې یو شمېر ګوډاګیان مړه او ژوبل کړي دي، چې بالاخره دښمن پوسته تخلیه کړې او په مکمل ډول د مجاهدینو لاسته لوېدلې ده.

‏2021‏/7‏/11