لوګر: له مرکزي جهادي دیني مدرسې څخه ۹۵ تنه دیني عالمان فارغ شول

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۵) د لوګر ولایت د مرکزي جهادي دیني مدرسې د لویې او وړې دورې د ۹۵ تنو فارغو د دستاربندۍ شانداره او لوی مراسم ترسره شول. د یادو فارغانو د فضیلت پکړۍ د پر سرکولو او فراغت په مراسمو کې ؛ چې د پل علم ښار د حضرت عبدالله ابن مسعود (رض) […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۵) د لوګر ولایت د مرکزي جهادي دیني مدرسې د لویې او وړې دورې د ۹۵ تنو فارغو د دستاربندۍ شانداره او لوی مراسم ترسره شول.

د یادو فارغانو د فضیلت پکړۍ د پر سرکولو او فراغت په مراسمو کې ؛ چې د پل علم ښار د حضرت عبدالله ابن مسعود (رض) په جامع جومات کې جوړ شوي وو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین الحاج شیرمحمد عباس ستانکزي په ګډون، لوی شمیر جیدو دیني عالمانو، مشایخو ، مدرسینو، مجاهدینو، قومي مخورو، د نظامي او ملکي ادارو مسوولانو په کې برخه اخیستې وه.

ورپسې یو شمېر جیدو علماء ګرامو، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین الحاج شیرمحمد عباس ستانکزي او مرستیال والي مولوي عنایت الله شجاع غونډې ته د اړوندې موضوع په اړه هراړخیزې او ارزښتناکې ویناوې وکړې؛ فارغ شوي دیني عالمان یې راتلونکو مسؤلیتونو ته متوجې کړل او هم یې له هغوی څخه وغوښتل، چې خپل مسوولیتونه له یاده ونه باسي.

د غونډې په پای کې فارغانو ته د فضیلت پګړۍ وتړل شوې او د فراغت د اسنادو ترڅنګ، په ستاینلیکونو او تحفو ونازول شول.

د یادونې ده،چې د فارغو شویو دیني عالمانو له ډلې ، ۳۰ تنو یې د لویې دورې او ۶۵ تنو نور یې د وړې دورې زده کړې کړې دي.

د لوګر د مرکزي جهادي دیني مدرسه، د لوګر د پوهنې ریاست په چوکاټ کې فعالیت کوي او دا یې د لومړنۍ دورې فارغان وو، چې ټولنې ته یې وړاندې کړل.