لوګر: تېر کال کې، تر ۵۰زره جریبه زیاته غصب شوې دولتي ځمکه بېرته راګرځول شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۴) په لوګر کې له غصب څخه د مخنیوي کمېټې مسؤلین وایي، چې په تېر یوه کال کې یې څه باندې پنځوس زره جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځول شوې ده. د لوګر د کرنې او له غصب څخه د مخنیوي کمېټې رئیس مولوي سیدامین هاشمي باختر آژانس ته وویل؛ ۵۱۱۴۱ […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۴) په لوګر کې له غصب څخه د مخنیوي کمېټې مسؤلین وایي، چې په تېر یوه کال کې یې څه باندې پنځوس زره جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځول شوې ده.
د لوګر د کرنې او له غصب څخه د مخنیوي کمېټې رئیس مولوي سیدامین هاشمي باختر آژانس ته وویل؛ ۵۱۱۴۱ دولتي ځمکه د مرکز په شمول د دې ولایت په ولسوالیو کې په بېلابېلو نومونو د یو شمېر کسانو لخوا غصب شوي وه، په تېر یوه کال کې د یادې کمېټې د غړیو په ګډه همکاري او هغمږي له غصب څخه خلاصه او بېرته راګرځول شوې ده.
ښاغلی هاشمي زیاتوي؛ د تخنیکي ټیمونو سروې او هڅې دا ښیي، چې په ټولیزه توګه لوګر کې شاوخوا۵۰ سلنه دولتي ځمکې غصب شوي، چې د بېرته راګرځولو لپاره یې پوره هڅې روانې دي.
د لوګر د کرنې او له غصب څخه د مخنیوي کمېټې رئیس وایي، چې د بېرته راګرځول شویو ځمکو د غصب په اړوند لسګونه کسان له نیولو وروسته محکمې ته ورپېژندل شوي هم دي.