لوړو زده کړو وزير: د مدرسې او پوهنتون ترمنځ به فاصلې ختمې کړو

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۴)ننګرهار کې د لوړو زده کړو وزير د ختيځ زون علماوو سره په غونډه کې، چې پر مهال يې د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند هم حضور درلود وويل، د مدرسې، لېسې، پوهنتون او جامعې ترمنځ شته فاصلې ختميږي او د هر مسلک فارغ به په حنفي فکر ټولنې ته […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۴)ننګرهار کې د لوړو زده کړو وزير د ختيځ زون علماوو سره په غونډه کې، چې پر مهال يې د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند هم حضور درلود وويل، د مدرسې، لېسې، پوهنتون او جامعې ترمنځ شته فاصلې ختميږي او د هر مسلک فارغ به په حنفي فکر ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کيږي.
نوموړي وويل، چې له دې وروسته ډاکتر، انجينر، اقتصاد پوه او د نورو مسلکونو لرونکي کولی شي، چې په خپلو مسلکونو کې خدمت وکړي او هيچاته اجازه نه ورکول کيږي، چې د خپل مسلک خلاف غرضي فعاليت وکړي.
هغه زياته کړه: (( هر مسلک والا بايد خپله برخه کې کار وکړي مخربو، بدناموونکو خلکو ته وخت نه ورکول کيږي، چې د خوارجو په نوم خلکو ته زيان ورسوي…))
ده استادان او زدکړيالان د ا.ا.ا پاليسي پر ځان تطبيق کولو ته ځير کړل او ورته يې د شريعت په چوکاټ کې د سهولتونو ايجاد ډاډ ورکړ.
د لوړو زده کړو وزير وويل، چې په هېواد کې فزيکي جګړه ختمه شوې؛ خو فکري جګړه دوام لري او دا يې د علماوو او ځوانانو مسئوليت وباله چې پر وړاندې يې مبارزه وکړي.
د لوړو زده کړو وزیر شيخ نداء محمد نديم وويل، چې په هېواد کې څلويښت کاله پوهنتون د بېلابېلو افکارو او سیاست ډګر پاتې شوی او له دې وروسته به پوهنتونونه يواځې د پوهې او پرمختګ په موخه کارول کيږي.