له یوه چینایي شرکت سره ‏د امو سیند د نفتو د استخراج تړون لاسلیک شو

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۲) دغه تړون نن د کانونو او پټرولیم وزارت او یوه چینایي شرکت (CPEIC) ترمنځ د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، د کابینې د یو شمېر غړو او د چین د سفیر په حضور کې لاسلیک شو. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې ددغه قرارداد له مخې به د ۴۵۰۰ […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۲) دغه تړون نن د کانونو او پټرولیم وزارت او یوه چینایي شرکت (CPEIC) ترمنځ د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، د کابینې د یو شمېر غړو او د چین د سفیر په حضور کې لاسلیک شو.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې
ددغه قرارداد له مخې به د ۴۵۰۰ مترمربع ساحې څخه چې دشمال درۍ ولایتونه سرپل، جوزجان او فاریاب په برکې نیسي، د تیلو استخراج کیږي. نوموړی زیاتوي چې دتیلو داستخراج ورځنۍ کچه به له ۱۰۰۰ څخه ترشل زرو ټنو پورې وي او ‏نوموړي کمپنۍ به په یوکال کې تر ۱۵۰ میلونه ډالرو سرمایه گذاري کوي، چې په ۳ کلونو کې به دغه اندازه ۵۴۰ میلونه ډالروته لوړیږي.
ښاغلی مجاهد وایي چې د قرارداد له مخې به اسلامي امارت ۲۰ فیصده شریک وي چې دا سهم او اندازه به تر ۷۵ فیصده پورې پورته کیږي. په دغه پروژه کې ۳۰۰۰ افغانانوته کار پيدا کیږي.

د اسلامي امارت ویاند ویلي چې «‏یوه ډيره مهمه ماده چې له چینايي کمپنۍ (CPEIC) سره په قرارداد کې ځای پرځای شوې داده چې که نوموړي شرکت تر یو کال پورې هغه ټول مواد او موارد پوره نکړي چې په قرارداد کې يې ژمنه کیږي، قرارداد به په اتومات ډول بیرته فسخ کیږي. »

باید وویل شي د نوموړی قرارداد ټوله موده ۲۵ کاله ټاکل شوې چې شاوخوا ۳زره افغان ځوانانو ته به هم په کې کاري زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې ‏همدا اوس له قشقري کان نه د ورځې ۱۵۰ تر ۲۰۰ ټنه خام تېل استخراجېږي.
د CPEIC چینایي کمپنۍ سره له قرارداد وروسته به د تولید دغه رقم د ورځې زر ټنو ته لوړېږي او دا رقم به تدریجي لوړېږي.
د یاد تړون د لاسلیک پرمهال د کانونو او پطرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور وویل چې ‏که دیادې پروژې چارې تر یوه میاشت زیات تعطیل په کې راغلی نو بیا دغه قرارداد فسخ کېږي.
هغه زیاته کړه چې په دریو کلونو کې به یې هم د اکتشاف او هم د استخراج کار تر سره کېږي.

ښاغلي دلاور دغه راز وویل چې د نفتو پروسس به په بشپړه توګه دلته په افغانستان کې ترسره کیږي.