له کابل پوهنتون څخه شاوخوا څلور زره محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۷) په کابل پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړ شوي محفل کې د لوړو زده کړو وزارت معین صاحبانو، د کابل پوهنتون مشرتابه پلاوي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، استادانو، فارغو شویو محصلینو او د هغوی کورنیو کړی و. د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۷) په کابل پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړ شوي محفل کې د لوړو زده کړو وزارت معین صاحبانو، د کابل پوهنتون مشرتابه پلاوي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، استادانو، فارغو شویو محصلینو او د هغوی کورنیو کړی و.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه فارغو شویو محصلینو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ تر څنګ، فارغ شوي د لوړو زده کړو دوام او د لا ډېر علم زده کړې ته وهڅول. نوموړي د علم او فرهنګ او علماوو تاریخ ته په اشارې سره، فارغ شوي محصلین په خپلو اړوندو څانګو کې لا ډېرې مطالعې ته راوبلل.

دغه راز د لوړو زده کړو وزارت علمي معین فارغو شویو محصلینو ته په خطاب کې وویل، چې تاسو د ټولنې د متفاوتو او لوستو کسانو په توګه د ټولنې د ستونزو د حل په برخه کې لاس په کار شئ، له خپل علم څخه ګټه واخلئ، تر څو ټولنه باور درباندې وکړي.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب فارغو شویو محصلینو او د هغوی کورنیو ته د فراغت مبارکي وویله او په اسلام کې د انسان موقف ته په اشارې سره یې محصلین د ماسټري او دوکتورا زده کړو ته تشویق کړل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې له خپل علم څخه په استفادې خپلو خلکو ته خدمت وکړي.

همدارنګه په یاد محفل کې د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز د کابل پوهنتون ۹۰ کلن تاریخ ته په اشارې سره وویل، چې دغه پوهنتون، سره له ټولو ستونزو تر دې مهاله خپل مسؤلیت او رسالت په احسن ډول تر سره کړی دی، چې له نېکه مرغه نن یو ځل بیا له دې علمي مرکز څخه څلور زره محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کېږي.

همدا راز د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو چارو رئیس قاضي حامد یعقوبي په خپلو خبرو کې له محصلینو څخه وغوښتل چې د قرانکریم او اسلامي علماء کرامو د ژوند په مطالعې سره په ځان کې د وطنپالنې احساس زیات او د خپل هېواد او خلکو د خدمت په برخه کې هڅه وکړي.

همدارنګه د فارغو شویو محصلینو په استازیتوب یوه محصل د کابل پوهنتون له مشرتابه او استادانو څخه د مننې تر څنګ، ژمنه وکړه چې د خپل هېواد د ابادۍ په برخه کې به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

د یادولو وړ ده چې دغه محصلین په ۱۴۰۱هـ.ش کال کې د ژورنالېزم، کمپیوټر ساینس، ټولنیزو علومو، کرنې، چاپېریال ساتنې، فارمسي، کیمیا او ریاضي پوهنځیو څخه فارغ شول.
هېره دې نه وي چې محفل فارغو شویو محصلینو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسېد.