له غزني تر کندهاره د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا لاین غځولو پروژه پيل شوه

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۵) د چهارشنبې په ورځ له غزني تر کندهاره د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا لاین د غځولو پروژه پيل سوه، چي په همدې موخه جوړو سویو مراسمو کښي د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس مولوي محمدحنیف حمزه و او ګڼ شمېر نورو کسانو ګډون کړی وو. د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رئیس انجنیر […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۵) د چهارشنبې په ورځ له غزني تر کندهاره د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا لاین د غځولو پروژه پيل سوه، چي په همدې موخه جوړو سویو مراسمو کښي د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس مولوي محمدحنیف حمزه و او ګڼ شمېر نورو کسانو ګډون کړی وو.
د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رئیس انجنیر صفي‌الله احمدزي وویل؛ دا پروژه چي د ۲،۲ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د افغانستان برېښنا شرکت په بودیجه او د سایقه داخلي شرکت له لوري په ۱۲۵ کاري ورځو کي تطبقیږي؛ د افغانستان اسلامي امارت او د افغانستان برېښنا شرکت له مهمو پروژو څخه شمېرل کیږي، چي د هیواد د برېښنا شمال شرق سیسټم د جنوب شرق د برېښنا له سیسټم سره نښلوي او یاده پروژه د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري، چي غزني، زابل او له کندهار ولایتونو څخه تېریږي او په تکملېدو سره به یې دا درې واړه ولایتونه له برېښنا څخه برخمن سي او هم به ددې پروژې په مسیر کي فابریکې، طبي، زراعتي او تعلیمي مرکزونه ددې برېښنا څخه ګټه واخلي.

د غزني ـ کندهار د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا لېږدونکي مزي د پاتي چارو د بشپړونکي شرکت «سایقه» استازي سیامک غفاري وویل؛ سایقه شرکت یو افغانی شرکت دئ، چي د انجنیر پاینده محمد نور په مشرۍ تاسیس سوی او له شاوخوا دېرشو کلونو راپدېخوا په افغانستان کي د انرژي پروژو، د انتقالي مزو، سبسټېشنونو او نورو برېښنايي پروژو په برخه کي بنیادي کارونه مخته وړي، ددې پروژې د کار ویاړ چي سایقه شرکت په غاړه لري، دوی به یې په ښه توګه ترسره کړي او ددې ترڅنګ یې د اسلامي امارت له ټولو مسئولینو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي په هیواد کښي د لویو ـ لویو پروژو د تطبیق چاري د بهرنیو شرکتونو خلاف داخلي شرکتونو ته په واک کښي ورکوي.

ددې پروژې په تطبیق سره به د کندهار په صنعتي پارک کښي چي اوس له ۳۰۰ فابریکو څخه ۱۵۰ بندي دي، بیرته به ټولي فعالي سي او ددې ترڅنګ ددغسي مهمو پروژو تطبیق سوداګر او صنعت‌کاران نوري پانګي اچوني ته رابولي؛ ځکه سوداګر او صنعت‌کاران له کلونو ـ کلونو راهیسي د برېښنا له ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان شرکت د سوداګریزو چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن رحماني د افغانستان برېښنا شرکت د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو په اړه غونډي ته معلومات وړاندي کړل، چي په خبره یې؛ کله چي اسلامي امارت حاکم سو د افغانستان برېښنا په ډېر بد حالت کي وه، د بهرنیانو پورونه هم پاته وه؛ ولي په دې ټولو شرایطو کي مو ولس ته ښه برېښنا ورسوله او هم مو د بهرنیانو پورونه پرې کړل، د افغانستان برېښنا شرکت د مېټر په اخیستلو کي ولس ته اسانتیاوي برابري کړي، چي له فتحي وروسته تر نن پوري مو «۱۶۶۵۲۳» مېټرونه ولس ته وېشلي، ۱۲۰ میلیونه افغانۍ چي پر زورواکانو او سیاسیونو پاته وې او دوی ددې پور ورکولو لپاره هیڅ نه وو تیار ورڅخه یې اخیستي اوو ددې ترڅنګ یې زیاته کړه؛ له فتحي وروسته مو تر نن پوري ۴۵،۸ میلیارده افغانۍ عاید راټول کړي، چي دا خورا یو لوړ رقم دئ او ددې ترڅنګ یې د خپلو خبرو په وروستیو کي وویل؛ د افغانستان برېښنا شرکت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌صاحب حفظه‌الله د ځانګړي لارښووني په اساس جریمه معاف کړل او دا د سود پروسه نورو معاف او ختمه شوه.