له درملنې وروسته؛ ۲۵۰ روږدې کسان کورنیو ته یې وسپارل شول

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۳)هغه ۲۵۰ تنه روږدي کسان چې ۴۵ ورځې د معتادینو په سل بستریز روغتون کې تر درملنې لاندې ول له رغېدو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کورنیو ته یې وسپارل شول. د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده د دې روږدو کسانو د رخصتۍ […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۳)هغه ۲۵۰ تنه روږدي کسان چې ۴۵ ورځې د معتادینو په سل بستریز روغتون کې تر درملنې لاندې ول له رغېدو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کورنیو ته یې وسپارل شول.
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده د دې روږدو کسانو د رخصتۍ او کورنیو ته د سپارلو په پار جوړې شویو مراسمو ته په وینا کې وویل: (هغه کسان چې له خپلو کورنیو لرې ول او په نشه يي توکو روږدي ول دا د شکر ځای دی چې د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري یې درملنه وشوه او نن بېرته خپلو کورنیو ته یې سپارل کېږي.)
ښاغلي معین زیاته کړه چې، د عامې روغتیا وزارت له لوري په تېر یوه کال کې د نږدې ۲۷۰۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې او له رغېدو وروسته بېرته کورنیو ته یې سپارل شوي، له دې ډلې ۸۲۰ هغه روږدي کسان ول چې کورنۍ یې معلومې نه وې او له کورنیو یې ورک ول د عامې روغتیا وزارت د دوی کورنۍ پیدا او د ترانسپورت په وسیله یې دغه کسان تر کورونو و رسول.
د معتادینو زر بستریز روغتون رئیس، مولوي عبدالناصر منقاد یادو مراسمو ته په وینا کې وویل چې نږدې ۱۱۰۰ نور روږدې کسان هم په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې دي چې له رغېدو وروسته به یې کورنیو ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده چې د عامې روغتیا وزارت له لوري د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی، ګلبدین نایب د اعتیاد څخه د مخنیوي په برخه کې د عامې روغتیا وزارت سفیر وټاکل شو.