له ازبکستان سره د ۲۰۲۳ کال لپاره د برېښنا قرارداد تمدید شو

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۷) د اوبو او انرژي سرپرست وزیر مولوي عبدالطیف منصور وايي، چې له ازبکستان سره یې د ۲۰۲۳ کال لپاره د برېښنا قرارداد تمدید کړ. نوموړي په یوه ویدیویي کلیپ کې ویلي چې تېره پنجشنبه د یوه پلاوي په مشرۍ چې د بریښنا شرکت عمومي رئیس او نورو چارواکو یې هم ملتیا […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۷) د اوبو او انرژي سرپرست وزیر مولوي عبدالطیف منصور وايي، چې له ازبکستان سره یې د ۲۰۲۳ کال لپاره د برېښنا قرارداد تمدید کړ.

نوموړي په یوه ویدیویي کلیپ کې ویلي چې تېره پنجشنبه د یوه پلاوي په مشرۍ چې د بریښنا شرکت عمومي رئیس او نورو چارواکو یې هم ملتیا کوله، تاشکند ته سفر وکړ او له ازبکستاني لوري سره یې د بریښنا په تمدید مذاکرات ترسره کړل.
هغه زیاتوي چې ددغه تړون پر اساس د ۲۰۲۳کال لپاره له یاد هیواد سره د بریښنا قراداد تمدید شو او په وینا یې چې دواړو لوریو پر دې موافقه وکړه، چې د بریښنا تخنیکي ستونزې په ګډه هماهنګي سره حلوي.
هغه دغه راز د هیوادوالو له زغم څخه مننه کړې چې د بریښنا د نشت پرمهال یې کړی وه او ترڅنګ یې سپارښتنه کړې چې باید د بریښنا په سپما کې ټول کار وکړي او له زیاتو لګښتونو انصراف وکړي.