لغمان کې د نجونو لیسې ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۳) د لغمان ولایت اړوند الینګار ولسوالۍ سنګره سیمه کې د یونیسیار UNHCR موسسې لخوا (د سنګر دوهم نمبر د انجونو لیسې) د ودانۍ جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه. هغه غونډه چې د لیسې په انګړ کې جوړه شوې وه، د لغمان والي الحاج قاري زین العابدین عابد سربېره پکې د الینګار ولسوال […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۳)
د لغمان ولایت اړوند الینګار ولسوالۍ سنګره سیمه کې د یونیسیار UNHCR موسسې لخوا (د سنګر دوهم نمبر د انجونو لیسې) د ودانۍ جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه.

هغه غونډه چې د لیسې په انګړ کې جوړه شوې وه، د لغمان والي الحاج قاري زین العابدین عابد سربېره پکې د الینګار ولسوال قاري ذاهدالله فاتح، د یونیسیار د ختیځ زون مسؤل ویلیم، د کډوالو چارو ریاست اجرایه مدیر حفیظ الله شفق قومي مشرانو، زده کوونکو او د کلي اوسیدونکو ګډون کړی و.

لغمان والي الحاج قاري ذین العابدین عابد له موسسې مننه وکړه چې لغمان کې داسې لویې پروژې تطبیقوي هغه وویل پر دې ودانۍ ۲۹۰ زره امریکايي ډالر لګښت راځي چې د یونیسیار موسسې لخوا ورکول کیږي.

نوموړي زیاته کړه د ښوونځۍ دغه ودانۍ دوه پوړیزه ده ۱۲ درسي خونې، ۴ اداري خونې لري د اوبو شبکه، تشنابونه، د محافظینو اطاق او احاطه پکې شامل دي چې د لس میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.