‏لغمان: په لسګونو میرمنو ته د سبزیجاتو او میوه جاتو د پروسیس کېټونه توزیع شول

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۳)د میرمنو د کورني اقتصاد د پیاوړتیا پخاطر، تیره ورځ، دلغمان په مرکز مهترلام کې دکرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو او د (UNDP) په مالي مرسته او د (Roots Of Peace) موسېسې په تخنیکي همکارۍ (۱۳۰) مستحقو ښځو ته د میوه جاتو اوسبزیجاتو د پروسیس کولو لپاره ۱۶ قلمه بیلابیلو […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۳)د میرمنو د کورني اقتصاد د پیاوړتیا پخاطر، تیره ورځ، دلغمان په مرکز مهترلام کې دکرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو او د (UNDP) په مالي مرسته او د (Roots Of Peace) موسېسې په تخنیکي همکارۍ (۱۳۰) مستحقو ښځو ته د میوه جاتو اوسبزیجاتو د پروسیس کولو لپاره ۱۶ قلمه بیلابیلو وسایلو د توزیع ترسره شوه.

مسؤلینو وویل: کوم وسایل یې چې د اچار،مربا، او روب د پروسیس کولو لپاره توزیع کړي، په دې برخه کې یې عملي زده کړې هم ورکړې دي.
مسؤلینو پر میرمنو غږ وکړ جې له یادو وسایلو څخه باید په مناسب ځای کې ګټه پورته کړي او له دې طریقه حلاله نفقه وګټې اوخپل دکورنۍ اقتصاد پیاوړی کړي.

د لغمان د کرنې رئیس په وینا د پروسیس ددې روزنیز پروګرام له لارې دغه ښځې به په راتلونکې کې په دې وتوانیږي چې د مختلفو سبزیجاتو او میوه جاتو د پروسیس څخه اچار،مربا او روب جوړکړي او په دې برخه کې به د مشتریانو تقاضا پوره کړي.

د کرنې رئیس دا هم وویل چې د یادې موسیسې له لوري د یو کال لپاره د پروسیس کولو لپاره دبسته بندي او بارجامو لگښت په غاړه اخیستی.