لغمان: مستوفیت تیر کال ۱۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۵) دلغمان ولایت مستوفي حافظ مولوي عبدالوهاب عمري وایي: تیر ۱۴۰۱ کال کې یې ۱۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي چې د ۱۴۰۰ کال په پرتله پکې ۱۶ میلیونه افغانۍ زیاتوالی راغلی دی. نوموړی وایي ۱۴۰۰ کال کې ۱۳۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي وو خو سږکال پکې لس اعشاریه پینځه سلنه زیاتوالی […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۵)
دلغمان ولایت مستوفي حافظ مولوي عبدالوهاب عمري وایي: تیر ۱۴۰۱ کال کې یې ۱۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي چې د ۱۴۰۰ کال په پرتله پکې ۱۶ میلیونه افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.

نوموړی وایي ۱۴۰۰ کال کې ۱۳۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي وو خو سږکال پکې لس اعشاریه پینځه سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ښاغلی عمري زیاته کړه د عواید د زیاتوالي علت پوره شفافیت دی، د فساد او بډو اخیستو مخنیوی شوی هرچا څخه د مالې د ورکړې قانون له مخې مالیه راټوله شوې ده.