لغمان: قمربنسټ د ۲ لکه امریکایي ډالرو په ارزښت د یوې پروژې پرانسته وکړه

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۲) لغمان ولایت کې د قمر بنسټ له لوري په مهترلام بابا دښته کې پر ۸۰۰ جریبه ځمکه د باغدارۍ او مالدارۍ یوه ستره پروژه پرانستل شوه. هغه مراسم چې په همدې موخه په یاده سیمه کې جوړ شوي وو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن سربېره پکې […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۲) لغمان ولایت کې د قمر بنسټ له لوري په مهترلام بابا دښته کې پر ۸۰۰ جریبه ځمکه د باغدارۍ او مالدارۍ یوه ستره پروژه پرانستل شوه.

هغه مراسم چې په همدې موخه په یاده سیمه کې جوړ شوي وو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن سربېره پکې د قمربنسټ همکارانو او انجینرانو ګډون کړی و.

د قمر بنسټ نماینده احسان الله نوروز وایي چې یاد بنسټ په مهترلام بابا دښته کې پر ۸۰۰ جریبه ځمکه د باغدارۍ او مالدارۍ ترڅنګ تفریحي پارک جوړوي؛ د دوه کالو په موده کې به یې کارونه بشپړ شي چې د خصوصي سکتور د پیاوړتیا ترڅنګ به پکې سلګونه خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

هغه وایي دلته د به د زراعت برخه کې یو تحقیقاتي مرکز هم وي چې د لغمان، ننګرهار او نورو ولایتونو د زراعت پوهنځي زده کوونکي به پکې بیلابیلې څیړنې کوې، عملي تجربې به زده کوي، همداراز به د مالدارۍ په برخه کې د مالونو د ساتنې، د لبنیاتو او غوښو د تولید یو ستر مرکز وي.

د یادې پروژې انجینر هدایت الله صنایي بیا وایي: د پروژې د تطبیق په موخه لومړي قدم کې په سل جریبه ځمکه د همیشه سبزو نیالګیو (مالټو، کینو، ستروس، لیمو، زیتون، خرما..) باغ جوړیږي چې طبیعي او اقتصادي ارزښت دواړه لري، په اقتصادي برخه کې به لغمان مختلفې میوې نورو ولایتونو ته صادر کړي، د خلکو تګ راتګ به زیات شي، همداراز به طبیعت ته ښکلا ورکړي د نورو سیمو مرغان به دلته راشي، هوا به پاکه شي او منظم سیستم به رامنځته شي.

د کرنې رئیس مولوي محمد ولي محسن بیا دغه پروژه د لغمان لپاره په زراعتي او اقتصادي برخه کې ارزښتمنه پروژه یاده کړه، هغه له قمر بنسټ څخه د مننې ترڅنګ پر نورو پانګوالو او موسساتو هم غږ وکړ چې پردغسې بنیادي پروژو کار وکړي، هم به خلکو ته د کار زمینه برابره شي، هم به زراعت او اقتصاد پرمختګ وکړي.

نوموړي قمر بنسټ ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې اوس امنیت تامین دی هرڅوک باید وطن کې سرمایه ګذاري وکړي.

ډاکټر درویش د لغمان یو تن اوسیدونکي او قومي مشر دغسې پروژې د لغمان خلکو لپاره ګټورې یادې کړې هغه وویل په دې سره اقتصاد پیاوړی کیږي، ځوانان په کور دننه په کار مصروفیږي او وطن زرغونیږي.