لغمان: سږکال د سرسبزۍ په موخه ۴ لکه زینتي او میوه لروونکي بوټي نیال کیږي

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۹) سږکال د لغمان ولایت د سرسبزۍ او اقتصادي پیاوړتیا په موخه څلور لکه میوه لروونکي او زینټي بوټي نیال کیږي. ددغه ولایت د کرنې رئیس وایي:د نوي کال لپاره غواړو چې په مرکز مهترلام، ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې مختلف النوع زینتي، میوه لروونکي او غیرې میوه لروونکي بوټي توزیع کړو، […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۹) سږکال د لغمان ولایت د سرسبزۍ او اقتصادي پیاوړتیا په موخه څلور لکه میوه لروونکي او زینټي بوټي نیال کیږي.

ددغه ولایت د کرنې رئیس وایي:د نوي کال لپاره غواړو چې په مرکز مهترلام، ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې مختلف النوع زینتي، میوه لروونکي او غیرې میوه لروونکي بوټي توزیع کړو، هغه زیاتوي موږ به یاد بوټي، دولتي ادارو، مکاتبو، مدارسو، مساجدو، ریاستونو، کلینیکونو او مختلفو ادارو ته توزیع کړو ترڅو سرسبزي او ښکلا رامنځته کړي.

محسن همداراز وویل چې د غرونو، رغونو او ډاګونو د ښکلاو لپاره د بیرو نیالګي لرو ترڅو یې د خلکو په همکاري مختلفو سیمو کې وکرو او لغمان سرسبز کړو، همداراز د درجاتو ښکلا او اقتصادي پیاوړتیا لپاره مو د چهارمغزو کورې د خلکو په همکارۍ کرلي دي، هلته به د یادو چهارمغزو توزیع کوو خلکو ته به یې ورکوو هم به یې حاصلات زیات وي او هم به د خلکو اقتصاد ښه شي.