لغمان: د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت دوه سولري شبکې ګته اخیستنې ته وسپارل شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۰) لغمان مرکز مهترلام او د بابا صیب دښته کې د یونیسف په مالي لګښت د کوار موسسې لخوا د مهترلام ښار او بابا صیب د اوبو رسولو دوه سولري شبکې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ددې ولایت د والي الحاج قاري زین العابدین عابد په لاسونو ګټه اخیستنې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۰) لغمان مرکز مهترلام او د بابا صیب دښته کې د یونیسف په مالي لګښت د کوار موسسې لخوا د مهترلام ښار او بابا صیب د اوبو رسولو دوه سولري شبکې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ددې ولایت د والي الحاج قاري زین العابدین عابد په لاسونو ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.

د والي ښاغلي عابد پر وینا چې په دغه شبکو شاوخوا ۲۲ دوه ویشت میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د یونیسف موسسې لخوا ورکړل شوی دی او دواړو شبکې به په یوه وخت کې شاوخوا ۳۶۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي.

بل لور ته د مهترلام او بابا صیب سیمې اوسیدونکي ددې لویو پروژو په تطبیق او جوړېدو خوښ دي، هغوی وایی پخوا تر دې په دواړو سیمو کې خلک د اوبو په برخه کې له سختو ستونزو سره مخامخ و؛ خو ددې سولري شبکو له جوړیدو وروسته به دوی وشي کولای چې وخت پر وخت پاکو اوبو ته لاس رسی ولري.