لغمان: د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت دوه ښوونځۍ بیا ورغول شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۰) لغمان ولایت کې د سویډن موسسې په تخنیکي همکارۍ او د سیدا موسسې په مالي لګښت په الینګار او الیشنګ ولسوالیو کې دوه ښوونځي بیا ورغول شول. د لغمان د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد پر وینا چې الینګار کې د قلعټکې د انجونو او الیشنک کې د قلعه نجیل […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۰) لغمان ولایت کې د سویډن موسسې په تخنیکي همکارۍ او د سیدا موسسې په مالي لګښت په الینګار او الیشنګ ولسوالیو کې دوه ښوونځي بیا ورغول شول.

د لغمان د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد پر وینا چې الینګار کې د قلعټکې د انجونو او الیشنک کې د قلعه نجیل د هلکانو لیسو د احاطو او تعمیرونه بیارغونه د سویډن موسسې لخوا د سیدا موسسې په مالي لګښت ورغول شول.

د لغمان والي الحاج قاري زین العابدین عابد د یادو پروژو په پرانستو خوښي څرګنده کړه او داسې پروژې یې د لغمان لپاره ډیرې ګټورې یادې کړې، هغه وویل د قلعټکې او قلعه نجیل په لیسو ۱۳ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی چې د سیدا موسسې لخوا ورکړل شول.