لغمان: دبرګ موسسی په مالی لګښت د کلینکونو سره د طبي او غیرې طبي وسایلو مرسته وشوه

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۱) لغمان ولایت کې د برګ موسیسې له لوري د ۱۲۶ زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۸ کلینکونو سره د سل قلمه طبي او غیرې طبي وسایل مرسته وشوه. د یادې موسیسې ولایتي مسؤل سهراب عاشقي پر وینا چې نن یې لغمان کې له ۱۸ کلینکونو سره د ۱۲۶ زره امریکایي ډالرو په […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۱)
لغمان ولایت کې د برګ موسیسې له لوري د ۱۲۶ زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۸ کلینکونو سره د سل قلمه طبي او غیرې طبي وسایل مرسته وشوه.
د یادې موسیسې ولایتي مسؤل سهراب عاشقي پر وینا چې نن یې لغمان کې له ۱۸ کلینکونو سره د ۱۲۶ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي، غیرې طبي وسایلو او سولري شبکې د جوړښت مرسته وکړه، چې هر کلینیک ته د ۷ زره ډالرو په ارزښت وسایل واخیستل شول.

نوموړی وایي دوی په لومړي قدم کې مرکز مهترلام، قرغيو او علینګار ولسوالیو کې کلینکونو سره مرسته وکړه چې د هر کلنیک سولري شبکه ۳.۵ کیلو واټه برق تولیدوي او ددې ترڅنګ په وسایلو کې د اکسیجن د تولید ماشینونه هم موجود دي.

لغمان والي الحاج قاري زین العابدین عابد د برګ موسیسې یاده کړنه وستایله او له هغوی یې مننه وکړه چې په سخت وخت کې یې له کلینکونو سره مرسته وکړه، ښاغلی عابد وویل د لغمان په لرې پرتو سیمو کې ډیر کلنیکونه موجود دي طبي وسایلو او دوا ته ضرورت لري نو برګ موسسه باید په دې بسنه ونه کړي خپله همکاري دې لازیاته کړي.
هغه پر نورو موسساتو هم غږ وکړ چې د لغمان په شمول ټول هېواد کې امنیت بشپړ قایم دی دوی دې راشي او دلته دې خپلې پروژې تطبیق کړي موږ ورسره همکار یوو