لغمان: تر ۷۲ زره جریبه زیاته دولتي ځمکه تثبیت شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۰) په لغمان ولایت کې د دولتي /امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي هیئت خپله د یارلسمه غونډه د یکشنبې په ورځ د جمادي الثاني میاشت په ۸ نېټه د لغمان ولایت دکرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمد ولي محسن په مشرۍ د […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۰) په لغمان ولایت کې د دولتي /امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي هیئت خپله د یارلسمه غونډه د یکشنبې په ورځ د جمادي الثاني میاشت په ۸ نېټه د لغمان ولایت دکرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمد ولي محسن په مشرۍ د کرنې ریاست په مقر کې جوړه شوه.
په ورته مهال تخنیکي هیئت د مرکز اړوند نوآباد، ډیوې او الکوزي کلیو له هغو غاصبینو سره وکتل چې په ۵۴,۵ جریبه امارتي ځمکه یې شنې خونې جوړې کړې دي. د تخنیکي هیئت رییس له دوي څخه د غصب د علت پوښتنه وکړه او د دوي نظرونه یې واوریدل، په پایله کې غاصبینو ومنله چې ځمکه امارتي ده او د یادې ځمکې د اجارې غوښتنه یې وکړه چې له نهایي بررسۍڅخه وروسته به دوي ته دغه ځمکه په اجاره ورکړل شي.
او همداراز تخنیکي هیئت د لکړۍ سیمې د ۱۰۰ جریبه اجاره شوې ځمکې له اجاره دار سره وکتل چې یاده اندازه ځمکه دځائي سیمې د یو شمیر خلکو له خوا غصب شوې او اجاره دار یې د کار او فعالیت څخه منع کړی وه. له بحث او تصمیم نیونې څخه وروسته یاد هیئت د باباصاحب دښتې ته ولاړ او هلته یې د باباصاحب په کمپ کې ځائي خلکو ته په امارتي ځمکو کې د نوو کار کولو د منعې په هکله د امیرالمومنین فرمان تشریح کړ او هغوی ته یې لازمه توصیه وکړه.
د هیئت هر اړخیزې بررسۍ په پایله کې د باباصاحب په دښته کې ۷۲ زره او ۶۷۱ جریبه ځمکه امارتي تثبیت او تشخیص شوه. د یادولو وړ ده چې له دې جملې څخه ۱۸ زره او ۸۶۰,۳ جریبه ځمکه په کادستري نقشو کې امارتي ښودل شوې ده او ۱۳ زره او ۷۴۷ جریبه ځمکه اجاره دارانو او مختلفو اداراتو ته د ښارگوټو جوړولو لپاره په قانوني توګه توزیع شوې او شاوخوا ۵ زره جریبه ځمکه اشخاصو د سرپناه لپاره غصب کړې او پاتي نوره عامه مرعی ځمکه شتون لري چې د اشخاصو د هر ډول تصرف او غصب څخه یې مخنیوی وشو.