لغمان: بادپخ ولسوالۍ ترکلکي محاصرې لاندي ده

له لغمان ولایت نه په ترلاسه شوي خبرکې ویل شوي له تیرو څوورځو راهیسي د یاد ولایت  بادپخ ولسوالۍاو شاوخوا ټولي دفاعي پوستې د اسلامي امارت د مجاهدینو ترکلکي محاصرې او بریدنو لاندي دي. خبروایي یادي ولسوالۍ ته ورغلي ټولي لاري په بشپړه توګه دمجاهدینو په واک کې دي او دښمن نه شي کولاي د […]

له لغمان ولایت نه په ترلاسه شوي خبرکې ویل شوي له تیرو څوورځو راهیسي د یاد ولایت  بادپخ ولسوالۍاو شاوخوا ټولي دفاعي پوستې د اسلامي امارت د مجاهدینو ترکلکي محاصرې او بریدنو لاندي دي.

خبروایي یادي ولسوالۍ ته ورغلي ټولي لاري په بشپړه توګه دمجاهدینو په واک کې دي او دښمن نه شي کولاي د ځمکي له لاري خپلي اړتیاوي پوره کړي.

په خبرکې ویل شوي تیره ورځ د پوستې یو شمیر عسکرپه پټه سره پوستې د اوبو خیژولو په موخه بهر راغلل، چي دمجاهدینوله بریدونه سره مخ شول او د ۱ عسکر په ژوبل کیدو سره بیرته له سیمي وتښتیدل.

د معلوماتوله مخي له دغه برید وروسته  وحشي دښمن په سیمه کې د ملکي خلکو په کورونو  هوایي بریدونه ترسره کړل، چي له امله یې ګڼ کورونه ویجاړ شول.

په دغو بریدونوکې د خلکو مالونو ته هم زیان واوښت، خو چاته د سرد زیان اوښتو معلومات نه دي ترلاسه شوي.

په یاده نښته کې دالله تعالی په فضل سره مجاهدینو ته کوم تلفات نه دي اوښتي.

2016/8/24