لغمان:د بیرې ځنګل د جوړیدو پروژه کې ۱۰۰۰تنو ته د کار زمینه برابره شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۸) لغمان کې د قرغیو ولسوال قاري نورالهادي صارم وایي دغه ولسوالۍ کې مختلف موسسات د بیا رغونې او مرستو ورکولو په برخه کې په آمن فضا کې فعالیت کوي چې تازه د ډبیلو اف پي موسسې له لوري د بېرې ځنګل په جوړېدو سره ۱۰۰۰ تنو ته د کار زمینه برابره […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۸) لغمان کې د قرغیو ولسوال قاري نورالهادي صارم وایي دغه ولسوالۍ کې مختلف موسسات د بیا رغونې او مرستو ورکولو په برخه کې په آمن فضا کې فعالیت کوي چې تازه د ډبیلو اف پي موسسې له لوري د بېرې ځنګل په جوړېدو سره ۱۰۰۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

نوموړی زیاتوي، یاده موسسه هر تن ته د میاشتې له ۹۰۰۰ تر لسو زرو شاوخوا افغانۍ ورکوي چې له امله یې هم وطن اباديږي او هم په کور دننه ځوانانو ته د کارروزکار زمینه برابره ده.

د بیرې ځنګل د کابل جلاباد پر لویه لار د سرخکانو او تور غونډۍ سیمه کې جوړ شوی چې د پالنې لپاره یې زر تنه ګمارل شوي او ډبلیو اف پي یې لګښت ورکوي.