فراه: ۲۰۰ څاړي مرغان په ازاده هوا کې پریښودل شول

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۷) په فراه ولایت کې د قطر هېواد د الغرافه خیریه بنسټ له کمپ څخه (۲۰۰) څاړې (حباریٰ) یا توغداري الوتونکي له یو کال روزنې څخه وروسته د نسل د تکثیر لپاره په ازاده هوا کې پریښودل شول، چې د ا.ا.ا د چاپیریال ساتنې ملي ادارې سرپرست عمومي رئیس حافظ عزیز الرحمن، د […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۷) په فراه ولایت کې د قطر هېواد د الغرافه خیریه بنسټ له کمپ څخه (۲۰۰) څاړې (حباریٰ) یا توغداري الوتونکي له یو کال روزنې څخه وروسته د نسل د تکثیر لپاره په ازاده هوا کې پریښودل شول، چې د ا.ا.ا د چاپیریال ساتنې ملي ادارې سرپرست عمومي رئیس حافظ عزیز الرحمن، د قطر هېواد د الغرافه مؤسسې مشر شیخ علي بن عبدالله الثاني، د طبیعي میراثونو د ساتنې رئیس حامد “صافي”، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د مقام سکرټر صفی الله “مایار”، فراه ولایت د چاپیریال ساتنې رئیس حافظ برهان الدین “راشد”، اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالحي “سباوون”، سیمه ییزو مسؤلینو او خبریالانو هم ګډون درلودل.

د یادو الوتونکو د پریښودلو په مراسمو کې د قطر هېواد د الغرافه مؤسسې مشر شیخ علي بن عبدالله الثاني د څاړې (حبارې) په اړه وویل:

دا داسې یو مرغه دی، چې شمیر یې په افغانستان او ځینو نورو سیمو کې د پام وړ کم شوی، چې موږ په دي وروستیو کې د دوی د نسل د ډیروالي په پار یو فارم جوړ کړ او غواړو، چې بیرته یې په ټول افغانستان کې نسل زیات او دا تشه ډکه کړو، ده همدارنګه د یادو مرغانو د نیولو پر ځای په لا زیاتوالي ټینګار وکړ.

ورپسې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د طبیعي میراثونو د ساتنې رئیس حامد “صافي” بیا وویل؛

چې ډیر داسې الوتونکي وینو، چې له کمښت (انقراض) سره مخ دي، ده د یاد فارم په رامنځته کیدو باندې خوښې څرګنده کړه او وې ویل؛ چې یاد فارم به یو ځل بیا د څاړې په زیاتوالي کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي.

ښاغلي “صافي” همدارنګه په سیمه کې د څاړې شتون اړین وبلل او زیاته یې کړه، چې یاد الوتونکي نه یوازې په سیمه کې ضرر رسونکې خزندې له منځه وړي، بلکې د دوی په شتون کې نور الوتونکي هم راځي او ورسره یو ځای کېږي، چې دا کار به د داخلي او بهرنیو سیلانیانو پام ځانته را واړوي او زموږ اقتصاد به په غیري مستقیمه توګه پیاوړی شي.

بل خوا د چاپیریال ساتنې ملي ادارې سرپرست عمومي رئیس حافظ عزیز الرحمن بیا وویل:

د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې له دندو څخه یوه دنده داده، چې چاپیریال خوندي وساتي په ځانګړې توګه هغه ژوي او الوتونکي، چې له کمښت (انقراض) سره مخ دي د هغو ساتنه وکړي.

ده ښکار یو شوق وبلل او زیاته یې کړه، چې د ا.ا.ا مسؤلینو په هېواد کې د هر ډول ژوو او نادره مرغانو ښکار بند کړی دی، خو د بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه د عربي هېوادونو ځینو وګړو ته یې د جواز او هوکړې له مخي د ښکار اجازه ورکړې ده، دا چې عرب وګړي د څاړې (حباري) د ښکار پخوانی دود لري، نو دوی اړ دي، چې د ټوپک پر ځای د باز په وسیله ښکار وکړي.