فراه: ژر به د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شي

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۳) فراه ولایت د ښاروالې ریاست ښاروال مولوي محمد ولي “ادریس” په داسې حال کې د لومړۍ ناحیې اړوند د فراهرود چوک له سړک څخه لیدنه وکړه، چې د حکومتولۍ آمر مولوي محمد يوسف “سجاد”، سکتوري آمر انجينر شاه محمود “جلالي” او د انجینري ټيم غړو یې هم ملیتا کوله. ښاغلي “ادريس” د […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۳) فراه ولایت د ښاروالې ریاست ښاروال مولوي محمد ولي “ادریس” په داسې حال کې د لومړۍ ناحیې اړوند د فراهرود چوک له سړک څخه لیدنه وکړه، چې د حکومتولۍ آمر مولوي محمد يوسف “سجاد”، سکتوري آمر انجينر شاه محمود “جلالي” او د انجینري ټيم غړو یې هم ملیتا کوله.

ښاغلي “ادريس” د فراهرود چوک له سړک څخه، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې به يې رغنیزې چارې عملاً پيل شي، په لیدنه کې وویل؛ چې دا سړک به د مرکزي جامع جومات له پای څخه د عسکر آباد تر پله پورې د (۳۷۰) متره په اوږدوالي او (۲۴) مترو د سور په درلودلو سره ورغول شي.

ده همدارنګه ډاډ وکړ، چې د‌ یادې پروژې له پلې کیدو سره به دوې (۲) نورې فرعې لارې، چې یوه يې د پیمان سړک (د فراهرود سړک ختیځ لاره) او دوهمه يې د عسکرآباد کوڅه د څارویو له پخواني ګنج سره د عامو خلکو د تګ راتګ لارې د بندیدو د مخنیوي په موخه پرانیستلې شي.

د یادونې وړ ده، چې یاد سړک د ښاروالې ریاست له پراختیايې بودیجې څخه د (٢٣٤٦٠٩٨٠) افغانیو په مالي لګښت سره رغول کېږي، چې رغول یې د ښاري نظم او ترافيکي پيښو د مخنیوي په برخه کې ډیر ګټور ګام دی.