فراه: هغه ماشوم چې په ۴میاشتو کې یې قرآنکریم حفظ کړی وه، وستایل شو

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۱) فراه ولایت د فراه رود ولسوالي انوارالعلوم دینې مدرسې څخه فارغ حافظ او تنکی ځوان (سلیم الله)، چې د څه کم څلورو میاشتو په موده کې یې ټول قرانکریم حفظ کړی وه، نن د دې ولسوالي د ولسوال محمد صادق “جهادمل” له لوري وستایل شو. ښاغلي “جهادمل” د سلیم الله په […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۱) فراه ولایت د فراه رود ولسوالي انوارالعلوم دینې مدرسې څخه فارغ حافظ او تنکی ځوان (سلیم الله)، چې د څه کم څلورو میاشتو په موده کې یې ټول قرانکریم حفظ کړی وه، نن د دې ولسوالي د ولسوال محمد صادق “جهادمل” له لوري وستایل شو.

ښاغلي “جهادمل” د سلیم الله په نوم حافظ ته د ستاینې او قدرداني په پار د نغدې جایزې او ډالۍ ترڅنګ د وړ همکاریو ډاډ ورکړ.

د فراه رود ولسوالي ولسوال محمد صادق “جهادمل” د سیمه ییزې ادارې او پوهنې ریاست له مسؤلینو څخه د حافظ سلیم الله د لا هڅونې، ذهني سپړنې، پیاوړتیا او پرمختګ په برخه کې د همکاریو هیله هم څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده، چې حافظ سلیم الله د محمدقاسم زوی دفراه ولایت د فراه رود ولسوالي د وریې د کلي اوسیدونکی، چې څو ورځې وړاندې یې له انوارالعلوم دینې مدرسې څخه د قرانکریم د حفظ په برخه کې د فراغت سند تر لاسه او د ویاړ بګړۍ یې وتړله.